نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) د لوګر ولایت د مرکز اړوند په نیازي کلي کې د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې چې د سولر پمپ په سیسټم سره د یوې ژورې څاه کیندل، د ۶۰۰ متر مکعب اوبو په ظرفیت سره د اوبو د ذخیرې جوړول، د ۳۸۲۰ مترو په اوږدوالي سره د پایپونو غځول او […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) د لوګر ولایت د مرکز اړوند په نیازي کلي کې د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې چې د سولر پمپ په سیسټم سره د یوې ژورې څاه کیندل، د ۶۰۰ متر مکعب اوبو په ظرفیت سره د اوبو د ذخیرې جوړول، د ۳۸۲۰ مترو په اوږدوالي سره د پایپونو غځول او د ۱۴۸ نلونو نصبول شامل دي، د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد قاسم راشد له خوا پیل شوې.
دغه پروژه د ۳میلیونه، ۵۲۰زره افغانیو په لګښت د یونیسف ادارې په مالي مرسته، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې او د نوموړي کلي د پراختیايي شورا له خوا پلي کیږي.
د یادې پروژې په بشپړیدو سره به څه باندې ۳۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.