لوګر: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ښوونیز مرکز څخه لسګونه زده کوونکي فارغ شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱) د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز څخه ۶۵ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر په برخو کې له زده کړو وروسته فارغ شول. په پیل کې د یاد ښوونیز مرکز استاد او مسؤل حسیب الله حبیب خپلو خبروکې وویل؛ نن له دغه مرکز نه ۶۵ تنه […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱) د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز څخه ۶۵ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر په برخو کې له زده کړو وروسته فارغ شول.

په پیل کې د یاد ښوونیز مرکز استاد او مسؤل حسیب الله حبیب خپلو خبروکې وویل؛ نن له دغه مرکز نه ۶۵ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر په برخو کې د ۸ میاشتنۍ او ۴ میاشتنۍ زده کړو وروسته فارغ شول. نوموړي ډاډ څرګند کړل، چې دوی چمتوالۍ لري ترڅو نور ځوانان هم په یادو برخو کې په ښه توګه وروزي.

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رفیع الله صمیم فارغ شویو زده کوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل؛ د افغانستان راتلونکی ځوان قشر پورې تړاو لري او باید هر ځوان له شته امکاناتو او فرصتونو څخه د خپلو وړتیاوو د لوړلو برخه کې په پوره مانا ګټه پورته کړي او د علم د حاصولو له لارې خپل هېواد د سیالانو سیال کړي.