لوګر: خوښي او محمداغه کې ۳ پوستې تخلیه، ۵ اربکیان ونیول شول

د پرله پسې فتحو په دوام پرون ماښام د کابل ادارې اربکیانو د لوګر ولایت، خوښي ولسوالۍ اړوند باغکي سیمه کې د مجاهدینو د بریدونو له وېري پوسته تخلیه کړې او له سیمې تښتېدلي دي. دغه رنګه نن غرمه د محمداغې ولسوالۍ اړوند کندهاري پله سیمه کې شریرو اربکیانو د مجاهدینو د محاصرې او سختو […]

د پرله پسې فتحو په دوام پرون ماښام د کابل ادارې اربکیانو د لوګر ولایت، خوښي ولسوالۍ اړوند باغکي سیمه کې د مجاهدینو د بریدونو له وېري پوسته تخلیه کړې او له سیمې تښتېدلي دي.

دغه رنګه نن غرمه د محمداغې ولسوالۍ اړوند کندهاري پله سیمه کې شریرو اربکیانو د مجاهدینو د محاصرې او سختو بریدونو له کبله د لب دریا په نوم خپله یوه پوسته ، او سهار ۷ بجې د آب بازک سیمه کې د قوه راکټ په نومو یوه بله پوسته تخلیه کړې او له سیمې څخه تښتېدلي دي.

د راپور له مخې اب بازک کې ۵ شریر اربکیان ژوندي نیول شوي او ۱میل پیکا، ۲میله راکټ، ۶میله کلاشینکوفونه، ۱شمسي، ۱بیټرۍ او په زیاته اندازه مرمۍ او نظامي توکې هم مجاهدینو ته په لاس ورغلي دي.

‏2021‏/7‏/2