له کلونو وروسته د سعودي عربستان جګپوړی پلاوی قطر ته په رسمي سفر تللی دی

د ورکړل شويو راپورونو له مخې، له کلونو ځنډ وروسته د سعودي عربستان چګپوړی پلاوی قطر ته په رسمي سفر تللی دی، دا خورا باارزښته سفر د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن سلمان او ګڼ شمېر لوړ رتبه مشرانو په ملتيا تر سره شوی دی. د باخبره رسنيو د معلوماتو پر اساس، د سعودي […]

د ورکړل شويو راپورونو له مخې، له کلونو ځنډ وروسته د سعودي عربستان چګپوړی پلاوی قطر ته په رسمي سفر تللی دی، دا خورا باارزښته سفر د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن سلمان او ګڼ شمېر لوړ رتبه مشرانو په ملتيا تر سره شوی دی.

د باخبره رسنيو د معلوماتو پر اساس، د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په لومړي سر کې د قطر له امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني سره وکتل او وروسته يې د هيئتونو تر منځ په ليدنه کې هم برخه واخيسته.

د يادونې وړ ده چې ددې سفر په ترڅ کې د دواړو هيوادونو د لوړ رتبه چارواکو تر منځ د هماهنګۍ شورا غونډه هم تر سره شوه، غونډه د قطر د امير محمد بن حمد آل ثاني او د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن سلمان په مشرۍ جوړه شوې وه او د دواړو هيوادونو يو زيات شمېر وزيرانو پکې ګډون کړی وو.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، په ياده غونډه کې ددواړو هيوادونو مشرانو په دوه اړخيزو اړيکو، ددغو اړيکو پر پياوړتيا او دوام ټينګار وکړ، همدا راز د سيمې او نړۍ په وروستيو پرمختګونو او يو شمېر پېښو يې هم خبرې وکړې.

د قطر امير محمد بن حمد آل ثاني هيله څرګنده کړه، چې د سعودي عربستان د وليعهد شهزاده محمد بن سلمان دا سفر به ښايي د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو د پياوړتيا يوه نوې پاڼه پرانيزي، نوموړي همداراز ويلي، چې ممکن د ورته سفرونو او مثبتو نظرونو له امله به ددواړو هيوادونو اړيکې لا پسې پياوړې شي.

هېره دې نه وي چې د خليج د هيوادونو لخوا په قطر د لګېدلو بنديزونو له لرې کولو او د ديپلوماتيکو اړيکو د رغولو وروسته دا لومړی ځل دی چې د سعودي عربستان خورا جګپوړی هيئت قطر ته سفر کوي.

د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان د دسمبر په ۱۴ نېټه په سعودي عربستان کې جوړېدونکې د خليج د همکاريو د شورا له غونډې مخکې د همدې مياشتې په ۶ نېټه خليجي هيوادونو ته خپل سفر پيل کړی، نوموړی لومړی عمان، بيا متحده عرب اماراتو او له هغه ځايه دادی قطر ته ورسېده، د معلوماتو له مخې ښايي نوموړی به د خليجي هيوادونو اړوند پيل کړي سفر کې له بحرين او کويټ څخه هم ليدنه وکړي.