نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن چهارشنبه فراه ولایت ته، له پلازمینې کابل څخه د افغانستان اسلامي امارت، لوړ پوړي هيئت ښاغلی مولوي صاحب جلال الدین “زین الله” را ورسیدل، ده د خپل سفر په ترڅ کې، د دې ولایت د دویمې پلې لېوا د غونډو په تالار کې له ګڼ شمیر نظامي، امنیتي مسؤلینو او ډلګۍ مشرانو […]
نن چهارشنبه فراه ولایت ته، له پلازمینې کابل څخه د افغانستان اسلامي امارت، لوړ پوړي هيئت ښاغلی مولوي صاحب جلال الدین “زین الله” را ورسیدل، ده د خپل سفر په ترڅ کې، د دې ولایت د دویمې پلې لېوا د غونډو په تالار کې له ګڼ شمیر نظامي، امنیتي مسؤلینو او ډلګۍ مشرانو سره وکتل.
په یاده غونډه کې یې له پلازمینې (کابل) څخه د مرکزي رهبرۍ د راوړي پیغام ترڅنګ، له امنیتي او دفاعي ځواکونو، چې له خپلواکۍ، ټولې پولې او له ملي ناموس (خاورې) څخه دفاع کوي ستاینه وکړه، زیاته یې کړه، چې ستاسو خدمتونه د خلکو له سترګو څخه پټ نه دي او په سنګر کې ستاسو د شتون له کبله خلک په کورونو کې ارام اوسي.
ښاغلي مولوي صاحب جلال الدین “زین الله” د سختو تحکیماتو او تدابیرو په برخه کې د دویمې پلې لېوا د ۳۰۰۰ کسیز جوړښت (تشکیل) پوره کیدلو، د صفونو د تصفیې او له صفونو څخه د ناوړه کسانو د ایستلو په اړه لازمې لارښوونې وکړي.
بل خوا د فراه د سیمه یېزې رهبرۍ ادارې، راغلي هیئت ته د ښه راغلاست ترڅنګ، هر اړخیز ډاډ ورکړل، چې زموږ د ولایت په ټولو برخو کې په پوره توګه سره امنیتي چمتوالی نیول شوی دی او د فراه ښار خلکو ته هیڅ ډول امنیتي تهدید متوجه نه دی.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.