له ایران هېواد سره د ریلي همکاریو د پراختیا تفاهم لیک لاسلیک شو

الاماره (۱۴۴۴ ذوالحجه ۲۳) نن چهارشنبه هرات ولایت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت په مشري هیئت او ایراني هیئت ترمنځ د ریلي همکاریو د پراختیا تفاهم لیک لاسلیک شو. د دغه تفاهم لیک د لاسلیک په مراسمو کې د دواړو هېوادونو لوړ رتبه مسؤلینو حضور درلود […]

الاماره (۱۴۴۴ ذوالحجه ۲۳)
نن چهارشنبه هرات ولایت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت په مشري هیئت او ایراني هیئت ترمنځ د ریلي همکاریو د پراختیا تفاهم لیک لاسلیک شو.
د دغه تفاهم لیک د لاسلیک په مراسمو کې د دواړو هېوادونو لوړ رتبه مسؤلینو حضور درلود او دواړو لوریو د هر اړخیزه همکاریو د پراختیا اړوند ویناوې وکړې.
د یاد تفاهم لیک په اساس ایراني لوري د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ په جوړلو او پراختیا کې د چمتوالي ترڅنګ، څرګنده کړه چې دوی دلچسپي لري د ورېښمو لار بېرته د اوسپنې پټلۍ په مرسته احیا کړي.
د تفاهم لاسلیکولو دغه مراسم د خیر دعاء په لوستلو سره پای ته ورسېدل.
چهارشنبه، ۲۱ سرطان ۱۴۰۲ هـ.ش.