له افغان مهاجرینو سره دپاکستاني پولیسو د ناسم چلند په اړه د اسلامي امارت غبرګون

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۶) له څه مودې راهيسې، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو، افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو، په ځانګړې توګه په سند ایالت کې؛ افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کیږي. ‏د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپلو هېوادوالو ځورول او ورته ستونزې جوړول غندي، له پاکستاني حکومت څخه […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۶) له څه مودې راهيسې، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو، افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو، په ځانګړې توګه په سند ایالت کې؛ افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کیږي.
‏د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپلو هېوادوالو ځورول او ورته ستونزې جوړول غندي، له پاکستاني حکومت څخه يې په کلکه د مخنیوي او بیا نه تکرار غوښتنه کوي.

پاکستان د افغانستان یو نژدې او داسې ګاونډی هیواد دی چې دواړه ولسونه یې د اسلامي ورورګلوۍ او ګډ کلتور ترڅنګ ‏ګڼ نور نه بېلېدونکي مشترکات لري. دغه راز په پاکستان کې سلګونه زره افغان مهاجرین میشت دي او هلته نه يوازې خپل غیر سیاسي ژوند کوي، بلکې د کوربه هیواد په ابادۍ او اقتصادي وده کې یې هم پاموړ رول لرلی دی.

‏د ستونزو د حل لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په پاکستان کي افغان سفارت او قونسلګریو په پرلپسې توګه هڅه وکړه خو له بده مرغه د غوښتنو سره سره دا ستونزه حل نشوه.

‏د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تل د دیپلوماتیکو لارو د پاکستان په چارواکو غږ کړی چې د افغان مهاجرینو د حقونو درناوي ته ژمن پاتي شي، هلته له تلونکو او میشتو افغانانو سره د ناوړه چلند څخه پولیس منع کړي او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه د افغانانو ښه کوربه‌توب وکړي.