لغمان: ۷۵۰ تنو ته په مختلفو روغتیايي برخو کې د عامه پوهاوي ورکشاپ پايته ورسېده

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۶) لغمان ولايت کې د ORCD يا د کړو وړو د بدلون پروژې له لوري د يونيسف په مالي همکارۍ ۷۵۰ تنو ته د ۸ ورځو په موده کې په بېلابيلو روغتيايي برخو کې د عامه پوهاوی ورکشاپ پايته ورسېد، ددې پروژې مسؤل ډاکټر رفيع الله عبدالرحيمزی باختر اژانس ته وویل چې دوی […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۶) لغمان ولايت کې د ORCD يا د کړو وړو د بدلون پروژې له لوري د يونيسف په مالي همکارۍ ۷۵۰ تنو ته د ۸ ورځو په موده کې په بېلابيلو روغتيايي برخو کې د عامه پوهاوی ورکشاپ پايته ورسېد، ددې پروژې مسؤل ډاکټر رفيع الله عبدالرحيمزی باختر اژانس ته وویل چې دوی د ۸ ورځو په موده کې د قرغيو، الينګار او اليشنګ ولسواليو ۷۵۰ تنو نارینه او ښځينه و ته د اوبلن نس ناستي، کولرا، شري، ډينګي او کرونا ناروغيو په اړه عامه پوهاوی ورکړ.

دغه ورکشاپ چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ ددې ریاست د غونډو په تالار کې جوړ شوی و د پاي په مراسمو کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي او د اطلاعاتو امر عتيق الله قریشي ګډون کړی و، رئیس لومړی له ORCD موسسې مننه وکړه چې په دې ولايت کې يې په مختلفو روغتيايي برخو کې د انجونو او هلکانو لپاره د عامه پوهاوي ورکشاپ وړاندې کړ.

هغه وویل دداسې معلوماتو ترلاسه کول ډير ګټور وي ترڅو په سيمه کې خلک د مختلفو ناروغيو په لومړنۍ وقایوي برخو اګاهي ترلاسه کړي، ښاغلي رسولي له يادې موسسې وغوښتل چې خپله پروژه باید ولسواليو ته هم وغځوي ترڅو په لرې پرتو سيمو کې هغه خلک چې ښار ته يې تګ راتګ کم وي هم معلومات ترلاسه کړي.

نوموړي د موسسې استازو ته ډاډ ورکړ چې اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هر وخت ددوی په خدمت کې دی او کولای شي په ازاده فضا کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.