لغمان کې ۲۷۲ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او سره ووېشل شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲) لغمان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د DIA GLOBAL LLC شرکت له طریقه د مهترلام، علیشنګ، الینګار او قرغه یې ولسوالیو څخه ۲۷۲ بزګرانو ته ټولټال (  ۱۶.۳۲) ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم، (۱۳.۶) ټنه یوریا او (۲۰.۴) ټنه ډی ای پی سره ووېشل شوه. د توزیع بهیر […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲) لغمان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د DIA GLOBAL LLC شرکت له طریقه د مهترلام، علیشنګ، الینګار او قرغه یې ولسوالیو څخه ۲۷۲ بزګرانو ته ټولټال (  ۱۶.۳۲) ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم، (۱۳.۶) ټنه یوریا او (۲۰.۴) ټنه ډی ای پی سره ووېشل شوه.

د توزیع بهیر د کرنې رئیس الحاج مولوی محمد ولي محسن په لاسونو پیل شوو بزګرانو ته یې په خطاب کې لومړی له همکار دفتر څخه مننه وکړه او بزګرانو د حمایت او ملاتړ لپاره یې د لا زیاتی پاملرنې غوښتنه وکړه.

وروسته د کرنیزو چارو آمر بریالي همدرد د غنمو اصلاح شوي تخم په اهمیت او ارزښت خبره وکړه، زیاته یی کړه چې تخم په زراعت کې بنیادي ارزښت لري که تخم ښه کیفیت ونلري نو تولې هڅې بې ګټې دي.