نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۷) د لغمان او هرات ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او لغمان ولایت کې له ۳۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه دولتي/ امارتي تثبیت شوه. د لغمان ولایت تخنیکي هیئت قرغه یي ولسوالۍ ته ولاړ او پر […]
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۷) د لغمان او هرات ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او لغمان ولایت کې له ۳۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه دولتي/ امارتي تثبیت شوه. د لغمان ولایت تخنیکي هیئت قرغه یي ولسوالۍ ته ولاړ او پر امارتي ځمکو د غاصبینو د کار د مخنیوي په برخه کې د امنیتي حوزو د مسوولینو پر همکارۍ يې ټینګار وکړ. یاد هیئت د قرغه یي ولسوالۍ صفوخیل ساحې ته ولاړ او د کادستر له نقشو سره يې سم ۱۲۴.۵۵ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه. ددغې ځمکې پر یوې برخه د غاصبینو لخوا کورونه جوړ شوي، یوه برخه کښت لاندې نیول شوې او یوه برخه یې سپینه ده. هیئت د غاصبینو شهرت هم مشخص کړ او له هغوی څخه يې قانوني سندونه وغوښتل. دغه راز یاد هیئت سرخکان ساحې ته ولاړ اوپه ۶ کادسترې قطعه کې ۱۷۵.۸۸ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه. هیئت ددغې ځمکې له متصرفینو څخه یې هم قانوني سندونه وغوښتل. په همدې حال کې، د هرات ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د سفیدبر او صاحب زاده ملکیتونه بحث لاندې ونیول شوو او هغه اشخاص چې پر دغې ځمکه د مالکیت ادعا درلودله احضار شوو. هیئت پریکړه وکړه چې یادشوې ساحې او سندونه یې هم بررسي شي. په دغې ناسته کې، د بررسۍ لاندې او د تثبیت شویو ساحو په اړه پریکړه وشوه چې د تثبیت شویو او بررسي شویو قطعو کرښې او پولې د تخنیکي هیئت د غړو په سرپرستۍ د کادستر مسلکي ټیم پواسطه، مشخص او تعیین شي. دغه راز یاده ناسته کې، د سپینو تثبیت شوو ساحو په اړه پریکړه وشوه چې دغه ساحې سمدلاسه د اړوندو ادارو په تصرف کې راوستل شي او د خلکو تصرف کې ځمکې هم د تصرف د ډول سره حدود او کروکي تعیین شي او د متصرفینو ځانګړنې هم په پوره توګه ثبت شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.