لغمان: له ۲۵۰ یتیمو او بې وزلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۶) لغمان ولایت کې د کارو ټولنیزو چارو ریاست په هلو ځلو د TDH موسسې او یونیسف په مالي لګښت ۲۵۰ یتیمو او بې وزله کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه؛ په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۳۰۵۰ افغانۍ ورکړل شوې. د مرستې د وېش پرمهال دولايت مرستيال والي مولوي صاحب سعيد […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۶) لغمان ولایت کې د کارو ټولنیزو چارو ریاست په هلو ځلو د TDH موسسې او یونیسف په مالي لګښت ۲۵۰ یتیمو او بې وزله کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه؛ په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۳۰۵۰ افغانۍ ورکړل شوې.

د مرستې د وېش پرمهال دولايت مرستيال والي مولوي صاحب سعيد احمد بنوري، له مرسته کوونکې موسسې مننه وکړه چې په دې ولایت کې یې یتیمو او بې وزلو کورنیو سره مرسته وکړه، هغه وویل لغمان کې سلګونه یتیمان او کونډې موجودې دي موسسات باید په دې ولایت کې لا زیاتې هڅې وکړي ترڅو د کونډو، یتیمو او بې وزلو لاسنیوی وکړي.