لغمان: علیشنګ کې ۵ ټانکونه تخریب، ګڼ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

له تېرو ۲ ورځو را په دېخوا د لغمان له مرکز څخه د مزدور دښمن عملیاتي قوه د الوتکو تر ملاتړ لاندې په دې هڅه کې چې د علیشنګ او دولت اباد تر منځ پوستې جوړي کړې په حرکت کې ده. د مزدور دښمن په دغه قوه د بریدونو په لړ کې پرون مجاهدینو څو […]

له تېرو ۲ ورځو را په دېخوا د لغمان له مرکز څخه د مزدور دښمن عملیاتي قوه د الوتکو تر ملاتړ لاندې په دې هڅه کې چې د علیشنګ او دولت اباد تر منځ پوستې جوړي کړې په حرکت کې ده. د مزدور دښمن په دغه قوه د بریدونو په لړ کې پرون مجاهدینو څو ځای کمین بریدونه ترسره کړي، چې په نتېجه کې یې ۴ ټانکونه له منځه تللي، ۶ مزدور عسکر وژل شوي، ۴ ژوبل شوي او ۱ ژوندی نیول شوی دی. همداراز له دښمن څخه ۱ غټه مخابره، ۲میله ایم ایم ۱۶ ټوپک، ۱۲ بکسې د ایم ۱۶ مرمۍ، ۱ نارنجک، ۳ لاسي ټلیفونونه او یوه اندازه نور مهمات هم د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

همداراز په هغو ضربتیانو او نورو هم د مجاهدینو لخوا د علیشنګ کلي ته څېرمه د سپکو او درنو وسلو په مټ ځپونکي بریدونه ترسره شول، چې د مجاهدینو سیمې ته د دورتلو هڅه یې کوله، دغو بریدونو کې هم د دښمن ۱ ټانک له منځه وړل شوی، ۱ ګوډاګی ووژل شو.

همداراز سیمه کې پرې دوه نور بریدونه هم وشول، چې پر مهال یې د دښمن ۲ ټانکونه تخریب، ۵ ګوډاګیان قتل، ۳ نور ژوبل شول.

‏۲۹‏/۰۴‏/۲۰۲۱