لغمان: د ۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوه سربندونو د جوړېدو چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۹) د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ اړوند د شمرام او میا صیب د سربندونو د جوړېدو چارې د WFP په مالي لګښت پیل شوې. د سنديزې حوزې رئیس مولوي شېرجان راشيدي رسنیو ته وویل د شمرام او ميا صاحب د سربندونو د جوړېدو چارې د ABM موسسې لخوا د WFP په مالي لګښت […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۹) د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ اړوند د شمرام او میا صیب د سربندونو د جوړېدو چارې د WFP په مالي لګښت پیل شوې.

د سنديزې حوزې رئیس مولوي شېرجان راشيدي رسنیو ته وویل د شمرام او ميا صاحب د سربندونو د جوړېدو چارې د ABM موسسې لخوا د WFP په مالي لګښت د ۵۵ ميلیونه افغانیو په لګښت ترسره کیږي.

د نوموړي په وینا: دغه پروژه کې ۶۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې چې کار د پیسو په مقابل کې پروګرام له لوري پرمخ وړل کیږي او هر کارګر ته د میاشتې له ۸ تر ۹ زرو افغانۍ ورکول کیږي چې چارې به یې د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د یادونې وړ ده چې په همدې ورځ الینګار ولسوالۍ کې هم د یونیسف موسسې له لوري د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه سولري شبکه ګته اخیستنې ته وسپارل شوه.