لغمان: د چت غورځېدو پیښه کې د یوې کورنۍ څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰) د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ په منګو کلي کې تېره شپه د زیات باران له امله د یوه کور د اطاق چت غورځېدلی چې له امله یې د همدې کورنۍ درې تنه مړه او یو بل ټپي دی. لغمان کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې رئیس قاري خیرمحمد غازي […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰) د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ په منګو کلي کې تېره شپه د زیات باران له امله د یوه کور د اطاق چت غورځېدلی چې له امله یې د همدې کورنۍ درې تنه مړه او یو بل ټپي دی.

لغمان کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې رئیس قاري خیرمحمد غازي وایي؛ د زیات باران د اورېدو له امله د الینګار په منګو سیمه کې بیګاه شپه لس بجې د یوه کور د اطاق چت غورځېدلی چې د کور د خاوند په ګډون د هغه ښځه او زوی مړه شوي او د لیلی په نوم یوه لور یې ټپي ده.

نوموړي زیاته کړه چې نن سهار په خپله منګو سیمې ته ورغلی دی او د کورنۍ حال یې له نږدې ولید، هغه وایي چې ډېر ژر به له یادې کورنۍ سره د نغدي مرستې ترڅنګ د خوراکي توکو مرسته هم وکړي.

د یادونې وړ ده چې څو میاشتې مخکې هم لغمان کې د سختو سېلابونو او اورښتونو له امله سلګونه کورنیو ته مالي او ځاني تاوانونه رسیدلي وو.