لغمان: د ځوانانو لخوا راټول شوي زرګونه ټوکه کتابونه یوې لیسې ته وسپارل شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۴) لغمان کې د ځونانو په مټ د فرهنګي او رواني کانټینر ( IPSO) لخوا د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو امریت سره په همغږۍ شاوخوا شپږ زره ټوکه درسي کتابونه د یوه کمپاین په ترڅ کې راټول او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یې د […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۴) لغمان کې د ځونانو په مټ د فرهنګي او رواني کانټینر ( IPSO) لخوا د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو امریت سره په همغږۍ شاوخوا شپږ زره ټوکه درسي کتابونه د یوه کمپاین په ترڅ کې راټول او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یې د شهید مولوي حبیب الرحمن د هلکانو لیسې ته یې وسپارل.

په جوړو شویو مراسمو کې د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالنور رسولي، د پوهنې رياست تدريسي مرستيال صديق الله معتصم باالله، ځوانانو، قومي مشرانو، فرهنکیانو او یو شمیر نورو چارواکو ګډون کړی و.

ویناوالو په خپلو خبرو کې د یادو ځوانانو د دغه نوښت ستاینه وکړه او دوی یې تشویق کړل چې معارف ته لدې لازیات خدمت وکړي.

د یادونې ده چې د کمپاین په ترڅ کې نور کتابونه هم راټول شوي دي چې د لغمان عامه کتابتون ته به وسپارل شي.