لغمان: دولت شاه کې د کابل ادارې ۳ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

پرون د لغمان ولایت، دولت شاه ولسوالۍ کې د سیداګل ولد رحمت ګل، میرکریم او ګل کریم په نومونو د کابل ادارې ۳ کارکوونکي د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د امیرالمؤمنین د عفو له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول. دوی په خپلو […]

پرون د لغمان ولایت، دولت شاه ولسوالۍ کې د سیداګل ولد رحمت ګل، میرکریم او ګل کریم په نومونو د کابل ادارې ۳ کارکوونکي د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د امیرالمؤمنین د عفو له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول.

دوی په خپلو تېرو اعمالو پښېماني څرګنده کړې او د راتلونکي لپاره یې مزدوري ادارې ته د بیا نه ورتلو کلکه ژمنه کړې ده.

‏۲۰۲۱‏/۵‏/۳