نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۴) دلغمان ملي راډیو تلویزون امریت په نوښت او هڅو دغه نوې دستګاه چې په ۱۰۲،۵ څپه به دشریعت غږ راډیو نشرات په ریلی بڼه ترسره کوي ، نن یې د لغمان والی مرستیال مولوي سعید احمد بنوري ، اقتصاد ریس مولوی جان محمد حامد ، د ولایت د دفتر ریس شکرالله […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۴) دلغمان ملي راډیو تلویزون امریت په نوښت او هڅو دغه نوې دستګاه چې په ۱۰۲،۵ څپه به دشریعت غږ راډیو نشرات په ریلی بڼه ترسره کوي ، نن یې د لغمان والی مرستیال مولوي سعید احمد بنوري ، اقتصاد ریس مولوی جان محمد حامد ، د ولایت د دفتر ریس شکرالله کاوون ، د اطلاعاتو فرهنګ ریس مولوي عبدالنور رسولي ، دولایت ویاند مولوي سلامت خان بلال او د ملي راډیو تلویزیون دامر محمد طاهر صافي او ددې اداري دبیلابیلو برخو دمدیرانو او مامورینو په شتون کې دپټۍ په پریکولو سره یاد نشرات پیل شول . پیل کې دلغمان ملي راډیو تلویزیون امر محمد طاهر صافي وویل چې تر دامهال یې په ۹۷,۳ څپه د لغمان ملي راډیو او شریعت غږ راډیو ، دواړه نشرات ترسره کول خو تردې وروسته به دلغمان ملي راډیو نشرات په خپل حال او ان تر ۸ ساعتو پورې به نشرات ترسره کوي او شریعت غږ به په ۱۰۲،۵ څپه دریلي په بڼه ترسره کېږي .
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.