لغمان: ترافیکي پېښه کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۶) د لغمان ولایت امنیه قومنداني د مطبوعاتو دفتر په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې نن سهار پینځه بجې د قرغیو ولسوالي اړوند د اوم نمبر شهرا لویې لارې د کاکڅ سیمه کې یو کرولا موټر له سړک اوختی او ونې سره لګیدلی دی. خبرپانه لیکي: په دغه پېښه […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۶) د لغمان ولایت امنیه قومنداني د مطبوعاتو دفتر په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې نن سهار پینځه بجې د قرغیو ولسوالي اړوند د اوم نمبر شهرا لویې لارې د کاکڅ سیمه کې یو کرولا موټر له سړک اوختی او ونې سره لګیدلی دی.

خبرپانه لیکي: په دغه پېښه کې موټر چلوونکی شهید شوی او شپږ کسه نور پکې ژوبل دي چې پر وخت د ننګرهار ولایتي روغتون ته لیږدول شوي؛ د معلوماتو له مخې چې موټر کې سپاره ټول د یوې کورنۍ غړي او د لوګر ولایت اوسېدونکي وو.