نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
له لغمان ولایت نه په ترلاسه شوي خبرکې ویل شوي له تیرو څوورځو راهیسي د یاد ولایت بادپخ ولسوالۍاو شاوخوا ټولي دفاعي پوستې د اسلامي امارت د مجاهدینو ترکلکي محاصرې او بریدنو لاندي دي. خبروایي یادي ولسوالۍ ته ورغلي ټولي لاري په بشپړه توګه دمجاهدینو په واک کې دي او دښمن نه شي کولاي د […]
له لغمان ولایت نه په ترلاسه شوي خبرکې ویل شوي له تیرو څوورځو راهیسي د یاد ولایت بادپخ ولسوالۍاو شاوخوا ټولي دفاعي پوستې د اسلامي امارت د مجاهدینو ترکلکي محاصرې او بریدنو لاندي دي.
خبروایي یادي ولسوالۍ ته ورغلي ټولي لاري په بشپړه توګه دمجاهدینو په واک کې دي او دښمن نه شي کولاي د ځمکي له لاري خپلي اړتیاوي پوره کړي.
په خبرکې ویل شوي تیره ورځ د پوستې یو شمیر عسکرپه پټه سره پوستې د اوبو خیژولو په موخه بهر راغلل، چي دمجاهدینوله بریدونه سره مخ شول او د ۱ عسکر په ژوبل کیدو سره بیرته له سیمي وتښتیدل.
د معلوماتوله مخي له دغه برید وروسته وحشي دښمن په سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو هوایي بریدونه ترسره کړل، چي له امله یې ګڼ کورونه ویجاړ شول.
په دغو بریدونوکې د خلکو مالونو ته هم زیان واوښت، خو چاته د سرد زیان اوښتو معلومات نه دي ترلاسه شوي.
په یاده نښته کې دالله تعالی په فضل سره مجاهدینو ته کوم تلفات نه دي اوښتي.
2016/8/24
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.