لعل پوره کې ننګرهار والي له لوري راستنېدونکو افغانانو لپاره د ۷۰ کورونو جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۲ تورخم ښارګوټي ته څېرمه لعلپورې کمپ کې د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند له لوري راستنېدونکو افغانانو لپاره د ۷۰ کورونو، جومات، پاکو اوبو رسولو شبکې، کلينک او ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه چې لګښت یې د قمر بنسټ لخوا ورکول کیږي. په دغه کمپ کې د راستېندونکو افغانانو […]

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۲
تورخم ښارګوټي ته څېرمه لعلپورې کمپ کې د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند له لوري راستنېدونکو افغانانو لپاره د ۷۰ کورونو، جومات، پاکو اوبو رسولو شبکې، کلينک او ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه چې لګښت یې د قمر بنسټ لخوا ورکول کیږي.
په دغه کمپ کې د راستېندونکو افغانانو د لنډمهالې مېشېدنې لپاره ۷۰ کورونه، چې په هر کور ۲۲۰۰ امريکايي ډالره، د ۲۱۰۰۰ امريکايي ډالرو په ارزښت کلينک، جومات، ښوونځی او ۱۲۰۰۰ ډالرو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو شبکه جوړېږي، چې امکان لري په کمپ کې د کورونو تعداد له ۷۰ پورته شي.