قاري صلاح الدین ایوبي د زابل د نوي امنیې قوماندان په توګه دنده پیل کړه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) د زابل لپاره نوي ټاکل شوي امنیه قوماندان قاري صلاح الدین ایوبي د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې زابلیانو ته ور وپېژندل شو او دنده يې پیل کړه، په دې مراسمو کې د زابل والي، د افغانستان د کار او ټولنیزو وزارت مرستیال، مرسیتال والي پخواني امنیه قوماندان د نظامي او […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) د زابل لپاره نوي ټاکل شوي امنیه قوماندان قاري صلاح الدین ایوبي د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې زابلیانو ته ور وپېژندل شو او دنده يې پیل کړه، په دې مراسمو کې د زابل والي، د افغانستان د کار او ټولنیزو وزارت مرستیال، مرسیتال والي پخواني امنیه قوماندان د نظامي او ملکي ادارو ریسانو او استازو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، له نوي امنیه قوماندان سره راغلیو میلیمنو او عامو خلکو حضور درلود.

دې غونډې ته د زابل والي الحاج قدرت الله ابو حمزه، نوي ټاکل شوي امنیه قوماندان ته د همکاریو ډاډ ورکړ او په نوې دنده کې يې ورته د بریا هیله وکړه، او زیاته يې کړه چې زابل د لومړي جهاد ټاټوبی دی او موږ له لوی خدای ج څخه غواړو، چې د زابلیانو خدمت وکړو.

د زابل والي د زابل له پخواني امنیه قوماندان مولوي محیب الله ایوب اخندزاده څخه مننه وکړه چې زابلیانو ته يې په هره برخه کې خدمتونه کړي دي، په ورته وخت کې غونډې ته د زابل پخواني امنیه قوماندان محیب الله ایوب اخندزاده، وویل قاري صلاح الدین ایوبي ته ښه راغلاست وایم، او هیله لرم چې په ورسپارل شویو چارو کې یې بریا په برخه شی، د ده په وینا چې زابل د جهادونو او قیامونو کور دی او ډیرې ښې خاطرې به ترې یوسي، نوموړي وویل چې پوره څلور کاله یې په اخلاص زابلیانو ته خدمت کړی.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال محترم مخدوم عبدالسلام په خپلو خبرو کې وویل زابل د برم او غیرت ټاټوبی دی او نن چې قاري صلاح الدین ایوبي دنده پکي پیل کوي نو، مبارکې ورته وایو او د هر راز همکارۍ ډاډ ورکوو.

د زابل د عالمانو شورا غړي مولوي روزي محمد نوي امنیه قومندان ته د ښه راغلاست تر څنګ غوښتنه وکړه چې له ولس سرره نژدې کار وکړي ستونزې يې واوري ترڅو ولس يې ملاتړ او خدمت وکړي، یو تن قومي مشر وویل مشرانو ته پکار ده، چې په خاکساري او لوړ عظم د مسولیت لپاره را وړاندې شي، د ده په وینا زابل یو وروسته پاتې ولایت ده او اوسیدونکې يې ډير زیات کار ته اړتیا لري. ده هم د زابل نوي امنیه قومانداني قاري صلاح الدین ته ښه را غلاست ووایه.
د زابل لپاره نوي ټاکل شوي، امنیه قوماندان د خپلو خبرو په لړ کې ورسپارل شوې نوې دنده لوی مسؤلیت وباله او د لوی خدای ج له دربار څخه په دې ازموینه کې د خپلې بریا هیله وکړه، ښاغلي ایوبي له، خلکو مسؤلینو نظامي مجاهدینو څخه د امنیت او نورو برخو کې د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه، ترڅو زابلیانو ته ښه خدمت وکړي.

په خبره یې د مشرانو له لوري ورسپارل شوی مسؤلیت باید په پوره ایمانداري او اطاعت تر سره شي او له ټولو مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د خپلو امیرینو اطاعت وکړي،
د پروګرام په پای کې د قومي مشرانو او مسؤلینو له لوري نوي ټاکل شوي امنیه قوماندان ته د عزت بګړۍ ور پر سر شوه او پروګرام د دعايي په لوستلو سره پآی ته ورسېد.