نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د فراه ولایت، په فرارود والسوالي کې، د روغتیایې مسؤلینو له خوا، ګڼ شمیر تاریخ تیر درمل او خوراکي توکي، چې د یوې ورځې په موده یې د دې والسوالي په درملتونونو او هټیو کې نیولي او راټول کړي وه، د مسؤلینو او رسنیو په شتون کې وسوځول. د یادو توکو د سوځونې په […]
د فراه ولایت، په فرارود والسوالي کې، د روغتیایې مسؤلینو له خوا، ګڼ شمیر تاریخ تیر درمل او خوراکي توکي، چې د یوې ورځې په موده یې د دې والسوالي په درملتونونو او هټیو کې نیولي او راټول کړي وه، د مسؤلینو او رسنیو په شتون کې وسوځول.
د یادو توکو د سوځونې په ځای کې روغتیایي مسؤل ملاعبدالهادي قتیبه له خلکو وغوښتل، چې د درملو او خوراکي توکو د رانیولو پر مهال دې د هغو تاریخ او کیفیت ته پاملرنه وکړي، ده همدرانګه په دي والسوالي کې د بې کیفیته او تاریخ تیرو درملو او خوراکي توکو د راټولو اوسنی بهیر کمزوری وبلل او ویې ویل؛ چې مسؤلې ادارې دي، په دې برخه کې خپل فعالیتونه غرنیو او لیرې پرتو سیمو ته هم وغځوي.
د فرارود والسوالي په درملتونونو او دوکانونو کې له تاریخ تېرو او بې کیفیته درملو، همدارنګه د خوراکي توکو له شتون څخه خلک په پرلپسې توګه سر ټکوي، خو مسؤلین وايې، چې د دوی د روغیتايي څیړنې او کنټرول ټیمونه ګرځي او هر ځای چې دا ډول توکي ووینې، له توپیر پرته يې راټولوي او بیا يې له منځه وړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.