فراه کې ۱۶ تنه فاسد کسان دتصفیې کمېسیون له لوري د اسلامي امارت له لیکو وشړل شول

د افغانستان اسلامې امارت، فراه ولایت د صفونو د تصفیې کمېسیون له لوري په دي ولایت کې د اسلامي امارت له صف څخه، د ۱۶ تنو فاسدو کسانو لري کول.   تیره ورځ د فراه ولایت د صفونو د تصفیې کمېسیون په کاري دفتر کې له صفونو څخه د فاسدو کسانو د لري کولو په […]

د افغانستان اسلامې امارت، فراه ولایت د صفونو د تصفیې کمېسیون له لوري په دي ولایت کې د اسلامي امارت له صف څخه، د ۱۶ تنو فاسدو کسانو لري کول.

 

تیره ورځ د فراه ولایت د صفونو د تصفیې کمېسیون په کاري دفتر کې له صفونو څخه د فاسدو کسانو د لري کولو په پار ناسته ترسره شوه.

 

په ناسته کې د فراه ولایت د صفونو د تصفیې کمېسیون مسؤل حاجی مولوي شیراحمد “تواب”، د دې کمېسیون غړو، مولوي صاحب روح الامین، مولوي صاحب قانت، مولوي صاحب جندالله او ځینو نورو مسؤلینو ګډون درلود.

 

د یاد کمېسیون مسؤلینو مخکې تر مخکې هر اړخیزه او ارزښتمنه څیړنه کړې وه، دوی ټینګار وکړل، چې تر خپل وس او توان پوري به کوښښ کوي، چې دغه سپېڅلی صف له فاسدو کسانو څخه پاک کړي.

 

د ناستې په جریان کې د فراه ولایت د بېلا بیلو سیمو د ١٦ تنو هغو کسانو نوملړ وړاندې شول، چې له وخت څخه په ناوړه ګټه اخیستنې سره د اسلامي امارت سپیڅلو صفونو(لیکو) ته داخل شوي وه، دوی د مسؤلینو له پوره غور او څیړنې څخه وروسته له یادو صفونو څخه لري کړای شول.