فراه کې سېلابونو د کورونو ترڅنګ ځینې سولران او څاروي هم له منځه وړي.

تیره ورځ د فراه ولایت په بکوا والسوالي کې د سختو اورښتونو او سیلابونو له امله په دي والسوالي کې ګڼ کورونه، سولرونه او څاروي له منځه وړي دي.   د بکوا والسوالي سیمه یېزو مسؤلینو وویل، چې په دي والسوالي کې د سختو اورښتونو او سیلابونو په ترڅ د شاوخوا ۱۵ کورونو د ویجاړیدلو […]

تیره ورځ د فراه ولایت په بکوا والسوالي کې د سختو اورښتونو او سیلابونو له امله په دي والسوالي کې ګڼ کورونه، سولرونه او څاروي له منځه وړي دي.

 

د بکوا والسوالي سیمه یېزو مسؤلینو وویل، چې په دي والسوالي کې د سختو اورښتونو او سیلابونو په ترڅ د شاوخوا ۱۵ کورونو د ویجاړیدلو ترڅنګ درې مسجدونه، یو روغتیایي کلینیک، ګڼ سولران او څاروي له منځه تللي دي، ده زیاته کړه، چې د دې زیانونو ترڅنګ یې ځینو سیمو ته د تګ راتګ لارې هم بندې کړي دي.

 

دوی همدارنګه د اسلامي امارت  له ولایتي مسؤلینو څخه د دې سیلابونو د مخنیوي او له سیمه یېزو زیانمنو وګړو سره د مرستې غوښتونکي دي یاده دي وي چي دهمدي ولایت فراه رود خاکسفید. بالابلوک پشترود ولسوالیو اوسیمو کي زیات سیلابونه راوتلي چي دسیمي ده کروندګرو کښتونه یي زیانمن کړي او مالي تاوانونه یي ور اړولي