فراه کې د اشغال له خاتمې وروسته دسیستان مجلې دوهمه ګڼه چاپ شوه

د فراه ولایت، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د اشغال له خاتمې وروسته د دوهم ځل لپاره د سیستان جریدې نسخې چاپ شوې   د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، سرپرست رئیس ښاغلي قاري “بدرالدین”  د دې جریدې د چاپ او خپرولو په اړه وویل؛ چې د سیستان جریدې لرغونوالی او تاریخي ارزښت به […]

د فراه ولایت، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د اشغال له خاتمې وروسته د دوهم ځل لپاره د سیستان جریدې نسخې چاپ شوې

 

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، سرپرست رئیس ښاغلي قاري “بدرالدین”  د دې جریدې د چاپ او خپرولو په اړه وویل؛ چې د سیستان جریدې لرغونوالی او تاریخي ارزښت به د تل لپاره همداسې جاري او په پوره پاملرنې سره وساتل شي، موږ به یې تل پر وخت او پوره پاملرنې سره چاپ کړو او د ګټورو اسلامي، ملي او فرهنګي موضوعاتو په درلودلو سره د درنو هیوادوالو تر لاسونو پورې رسوو.

 

د دې ریاست د اطلاعاتو آمر ښاغلي فاضل “فیاض” وویل؛ چې زموږ د سیستان جریدې نسخې د فراه ولایت د ټولو سیمه یېزو، خصوصي ادارو او ۱۰ ولسوالیو په ګډون د افغانستان د ۳۴ ولایتونو عامه کتابتونونو ته ویشلې کیږي، ده همدارنګه زیاته کړه، چې دا جریده د ۷۴ تاریخي کلنو په لړ کې د سرمقالې، خبرونو، د فراه ولایت د تاریخي ودانیو، د ملي، فرهنګي او علمي کسانو پیژندلو، شعرونو، دیني او اسلامي مطالبو په درلودو سره خپرېږي.