فراه کې دیوې ځوانې ښځې د وژنې په تور دوه تنه ونیول شول

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د یوې ځوانې ښځې د وژنې په تور دوه تنه ونیول. ۱۰ / کب / ۱۴۰۰ تیره ورځ د فراه ولایت، امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مسؤلینو د فراه ښار اړوند د غلامانو کلي کې د یوې وژل […]

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د یوې ځوانې ښځې د وژنې په تور دوه تنه ونیول.

۱۰ / کب / ۱۴۰۰

تیره ورځ د فراه ولایت، امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مسؤلینو د فراه ښار اړوند د غلامانو کلي کې د یوې وژل شوې ښځې جسد موندلی او پر تړاو یې دوه تنه قاتلین نیولي دي.

 

د فراه ولایت، امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر ښاغلي عبدالقیوم “خباب” باختر خبري آژانس ته وویل، چې شاوخوا پنځه یا شپږ ورځې وړاندې یاده نجلۍ له روغتون څخه د غلامانو په نامه کلي ته وړله شوې وه، چې د کشفي معلوماتو پر بنسټ مو د پېښې په تور دوه تنه مجرمین ونیول او د قانون منګولو ته مو وسپارل.

 

بل خوا د وژل شوې نجلۍ قاتلانو (میر حمزه “وطنیار” او د هغه مېرمنې ګلدسته “وطنیار”) هم پر خپلو جرمونو اعتراف کړی.