فراه ښار ته څیرمه په اوبو کې د تراکتور د ډوبیدو له کبله د دوو تنو ملکي وګړو ژوند وژغورل شو.

  نن دوشنبه د فراه ښار ته څیرمه، د مساو دوراهې په مربوطاتو کې دوه تنه ملکي وګړي، د دې ولایت ټولګټو ریاست او امنیه قمندانی له خوا هغه وخت وژغورل شول، چې غوښتل یې سهار وختي د فراه رود، د رود له یوې غاړې څخه بلې غاړې ته د تراکتور سوارلۍ پواسطه واوړي. دوی […]

 

نن دوشنبه د فراه ښار ته څیرمه، د مساو دوراهې په مربوطاتو کې دوه تنه ملکي وګړي، د دې ولایت ټولګټو ریاست او امنیه قمندانی له خوا هغه وخت وژغورل شول، چې غوښتل یې سهار وختي د فراه رود، د رود له یوې غاړې څخه بلې غاړې ته د تراکتور سوارلۍ پواسطه واوړي.

دوی د لارې ورکیدو او اوبو د زیاتوالي له کبله لومړی له تراکتور سره په اوبو کې ډوب شوی وو، چې وروسته فراه ولایت، ټولګټو ریاست، او دامنیه قمندانی د چټک غبرګون په مرسته له اوبو څخه وایستل شول.

یو تن ژغورل شوی کس روستم، چې څو ساعته په اوبو کې د ډوب شوي تراکتور پر سر په ډیره یخه هوا کې بند پاته و، په ډیر لړزیدلي او یخ وهونکي اواز یې د ا.ا.ا له مسؤلینو او زړورو ځواکونو څخه ډیره خوښې څرګنده کړه، ده په ډیره خوشحالي سره باختر آژانس ته وویل، چې موږ به هیڅکله نور د ویرې او ډار احساس ونه کړو، ځکه چې موږ داسې زړور ځواکونه لرو، چې په ډیر لنډ او چټک وخت کې یې د پیښې ځای ته ځانونه را ورسول.