فراه :په بکوا ولسوالي کې د دعوت او ارشاد مدیریت له خوا (۷) بیلا بېلې ناستې ترسره شوې.

  ۲۲ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳ ۰۳ / غوایی / ۱۴۰۱   تیره ورځ د فراه ولایت، په بکوا ولسوالي کې د دعوت او ارشاد مدیریت، مدیر ښاغلي عبدالمتین “حیدري” د دې ولسوالي د ولسوال ښاغلي حاجی مولوي آصف او د امنیه قوماندان ښاغلي حاجی عباس په همغږۍ، د یادې ولسوالي له مجاهدینو سره […]

 

۲۲ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳

۰۳ / غوایی / ۱۴۰۱

 

تیره ورځ د فراه ولایت، په بکوا ولسوالي کې د دعوت او ارشاد مدیریت، مدیر ښاغلي عبدالمتین “حیدري” د دې ولسوالي د ولسوال ښاغلي حاجی مولوي آصف او د امنیه قوماندان ښاغلي حاجی عباس په همغږۍ، د یادې ولسوالي له مجاهدینو سره په اوو (۷) بیلا بېلو ځایونو کې ناستې ترسره کړي.

 

په یادو ناستو کې د دعوت او ارشاد مدیریت، مدیر ښاغلي “حیدري” د ا.ا.ا د عالیقدر شیخ الحدیث امیرالمؤمنین مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله د فرمانونو د پوهاوي او سالمې همغږۍ په اړه بیلا بېلې لارښوونې او سپارښتنې وکړي.