نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن سه شنبه په فراه ولایت کی د ۱۴۱ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه دغه مرسته د هغه اړمنو کورنیو سره ترسره شوه چې د ژمي موسم په راتلو سره یې تر ټولو ډیره اړتیا ورته درلوده په دغه پروګرام کې د فراه ولایت د مهاجرینو ریاست د رئیس په شمول د […]
نن سه شنبه په فراه ولایت کی د ۱۴۱ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه دغه مرسته د هغه اړمنو کورنیو سره ترسره شوه چې د ژمي موسم په راتلو سره یې تر ټولو ډیره اړتیا ورته درلوده
په دغه پروګرام کې د فراه ولایت د مهاجرینو ریاست د رئیس په شمول د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی صادق هم ګډون کړی ؤ
نوموړي نړیوالو مؤسسو ته د پوره امنیت ډاډ ورکړ او غوښتنه یې وکړه چې مؤ سسات او خیریه بنسټونه دي د خپلو مرستيو لړۍ د اړمنو کسانو سره په پوره ډاډ سره وغځوي.
مولوي صادق همداډول زیاته کړه: زه د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس په توګه، غواړم چي لومړی د افغانستان داسلامي امارت دفراه ولایت کډوالو( مهاجرینو) دریاست څه دوهم WFP سازمان د دوامداره مرستو څخه مننه وکړم.
تاسو پوهیږئ چې د ژمي موسم رارسیدلی او د دې ولایت غریب خلک د فقر او بدبختۍ سره مخ دي ، نو د دوی لپاره نغدي او د خوراکي توکو مرسته یو بشري اونیک عمل ګڼل کیږي.
موږ نه یوازې په WFP اوCRDSA سازمانونو غږ کوو، بلکې پر ټولو بشردوستانه سازمانونو غږ کوو چې د بې وزلو اقتصادي وضعیت ته دې پاملرنه وکړي.
د فراه مرکز کې د بشري مرستو سربیره ، د دوی مرستې باید د ولایت ولسوالیو ته وغځولی شي .
د دې ولایت په ولسوالیو زموږ ځينې خلګ آن خپله دشپې ډوډۍ نه لري، دوی حتی د خپلو کورنیو توکو پیرلو توان هم نه لري.
موږ هیله لرو چې د دغو همکارو سازمانو مرستې به ډیر ژر دغو خلکو ته ورسیږي…
دفراه ولایت درسنیودفتر
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.