فراه ولایت کي د فراه رود والسوال، د دې والسوالي له ګڼو قومي مخورو سره وکتل.

  نن د فراه ولایت، فراه رود والسوالۍ والسوال ښاغلي عدالت صاحب، د دې والسوالي له ګڼو قومي مخورو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل. د فراه رود والسوالي، والسوال ښاغلي عدالت صاحب دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې زموږ دروازې د تل او تل لپاره ستاسو په مخ کې خلاصي دي، […]

 

نن د فراه ولایت، فراه رود والسوالۍ والسوال ښاغلي عدالت صاحب، د دې والسوالي له ګڼو قومي مخورو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

د فراه رود والسوالي، والسوال ښاغلي عدالت صاحب دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې زموږ دروازې د تل او تل لپاره ستاسو په مخ کې خلاصي دي، تاسو کولای شئ، چې هر وخت تر موږ پورې ځان را ورسوئ، ترڅو خپلې سیمه یېزې ستونزې له موږ سره له نږدې د حل په موخه شریکې کړئ، ده همدارنګه له یادو مخورو څخه د سیمه یېزو امنیتي او دفاعي ځواکونو د سلوک او چلند په اړه بیلا بېلې پوښتنې وکړي.

یادو قومي مخورو د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ښه چلند او ډاډمن امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او
په نوبت سره یې بخش اباد بند د رغولو، د بازار د کوڅو پخولو، د والسوالي په ملکي روغتون کې د درملو د نشتون او ځینو نورو غوښتونکي وه.

په پایله کې د والسوال صاحب عدالت له خوا د هر ډول ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو. چي ترخپل وسه به ان شاءالله ددي ولسوالی ده اولس او مجاهدینو خدمت ته رسیدګي کوو