نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د فراه ولایت امنیه قوماندان محترم ادریس مولوي صاحب د همدي ولايت امنيه قوماندانۍ کې د ICRC سازمان له مسؤلينو هر يو عبدالله ملک زاده او آغلې سوزن سره وکتل پدې ناسته کې د آی سي آر سي مسؤلينو پداسې حال کې چې د ولایت امنیه قوماندان سره له ناستې څخه خپله مننه څرګنده کړه […]
د فراه ولایت امنیه قوماندان محترم ادریس مولوي صاحب د همدي ولايت امنيه قوماندانۍ کې د ICRC سازمان له مسؤلينو هر يو عبدالله ملک زاده او آغلې سوزن سره وکتل
پدې ناسته کې د آی سي آر سي مسؤلينو پداسې حال کې چې د ولایت امنیه قوماندان سره له ناستې څخه خپله مننه څرګنده کړه ويي ویل: “هرڅوک چې د مرستو د ترلاسه لپاره ددوى ادارې ته راځي باید د دې ولایت امنيه قومندانۍ لخوا معرفي شي.”
له بلې خوا د دغه ولایت امنیه قوماندان د مقابل لوري د خبرو په تاييد له هغوی وغوښتل چې د دغه ولایت یو شمېر زندانیانو ته چې په نشه یې توکو روږدي دي خواړه او روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
وروسته د پورتنۍ ادارې مسؤولينو وویل: د دوی بشري مرستې به د پخوا په څیر دوام وکړي او دوی به د رسمي قرارداد وروسته عملا خپل خدمات شروع کړي.
دوی د اسلامي امارت د مسٶلينو څخه وغوښتل چې د دوی سره همکاري وکړي ترڅو هغه خلک وپیژني چې په مخدره توکو روږدي دي.
د دې موسسې چارواکو د کار د پروسې دوام او په زندان کې د روغتیايي کلینیک جوړولو خبر هم تاييد کړ.
په پاى کې د فراه امنیه قوماندان د دې مؤسسې ارزښتناک خدمتونه وستایل او ژمنه یې وکړه چې د دوی هر رازامنیت ته چمتو دى.
۲۰۲۱/۱۰/۵
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.