نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تیره ورځ د فراه ولایت مرستیال والي ښاغلي مولوي صاحب عبدالکریم “جهادیار” د ولایت مقام په انګړ کې د دې ولایت د ډاکټرانو ټولنې له رئیس او ګڼ شمیر غړو سره ولیدل. د ولایت مقام مرستیال والي ښاغلي جهادیار صاحب د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی په راتګ ډیره خوښې څرګنده کړه او وې […]
تیره ورځ د فراه ولایت مرستیال والي ښاغلي مولوي صاحب عبدالکریم “جهادیار” د ولایت مقام په انګړ کې د دې ولایت د ډاکټرانو ټولنې له رئیس او ګڼ شمیر غړو سره ولیدل.
د ولایت مقام مرستیال والي ښاغلي جهادیار صاحب د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی په راتګ ډیره خوښې څرګنده کړه او وې ویل، چې زموږ دروازې ستاسو او د دې هیواد د هر وګړي پر مخ د تل او تل لپاره خلاصي دي.
د ډاکټرانو د ټولنې رئیس ډاکټر صاحب مهتاب الدین “نورزي” او ورسره د ټولنې راغلو غړو له خپلو پېژندګلويو څخه وروسته د امنیت د ټینګښت او د ناپېژنده کسانو له خوا د بې ځایه او تکراري ګواښونو په برخه کې د ولایت مقام د پوره همکارۍ او پاملرنې غوښتنې وکړي، دوی وویل، چې موږ تل د ناپېژنده کسانو له ډول ډول ګواښونو سره مخ یو، کله مو د مرګ او کله مو د تښتونې په نوم ګواښي.
ولایت مقام د مرستیال والي ښاغلي مولوي صاحب عبدالکریم “جهادیار” له خوا د هر ډول همکارۍ او ساتنې ډاډ ورکړل شو، ده وویل، چې اوس د هیڅ ډول اندیښنې وړ خبره نشته، ځکه چې زموږ زړور امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د دې ولس د ساتنې او امنیت په برخه کې کار کوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.