نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، سرپرست رئیس ښاغلي قاري صاحب بدرالدین نن په خپل کاري دفتر کې، د دې ولایت د میشت یوناما دفتر له مسؤلې اغلې آرزو هتاکویی(Arzu Hatakoy) سره ولیدل. د یوناما دفتر مسؤلې د فراه ولایت له بیوزلو وګړو سره په بشري، اقتصادي او روغتیایې مرستو سربیره پر یو […]
فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، سرپرست رئیس ښاغلي قاري صاحب بدرالدین نن په خپل کاري دفتر کې، د دې ولایت د میشت یوناما دفتر له مسؤلې اغلې آرزو هتاکویی(Arzu Hatakoy) سره ولیدل.
د یوناما دفتر مسؤلې د فراه ولایت له بیوزلو وګړو سره په بشري، اقتصادي او روغتیایې مرستو سربیره پر یو لړ فرهنګي او کلتوري مرستو باندې د ورکړي ډاډ او ټېنګار وکړل، دې همدارنګه زیاته کړه، چې زموږ دفتر هڅه کوي، ترڅو د دې ولایت ګوډ ګوډ ته خپلې بشري مرستې ورسوي، زموږ یوازینۍ او یوازینۍ موخه له بیوزلو سره مرسته او همکاري کول دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رئیس ښاغلي بدرالدین اغلې آرزو هتاکویی ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی او د دوی له مرستندویه دفتر څخه مننه وکړه، ده همدارنګه وویل، چې زموږ ولس نه یوازې فرهنګي او کلتوري مرستو ته اړتیا لري، بلکې بشري او پرمختیایې مرستو ته تر بل هر څه ډیره اړتیا لري، ځکه چې دوی له یوې خوا اوږدو جګړو او له بلې خوا سختې وچکالۍ ځپلې دي، زیاته یې کړه، چې موږ پر هر وخت کې له تاسو سره همکار او اوږه پر اوږه در سره مل یو.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.