فراه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست، رئیس د والي په شتون کې د دې ولایت د زوریا کانال کار افتتاح کړ.

  نن د فراه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست، رئیس ښاغلي ملاعبدالسلام هجرت د فراه ښار اړوند د زوریا کانال د جوړولو پروژه په رسمي توګه، په داسې حال کې د پټۍ په پرې کولو سره پرانېسته، چې د دې ولایت والي ښاغلي روحاني صاحب، ګڼو مسؤلینو، ځایي وګړو او خبریالانو هم شتون […]

 

نن د فراه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست، رئیس ښاغلي ملاعبدالسلام هجرت د فراه ښار اړوند د زوریا کانال د جوړولو پروژه په رسمي توګه، په داسې حال کې د پټۍ په پرې کولو سره پرانېسته، چې د دې ولایت والي ښاغلي روحاني صاحب، ګڼو مسؤلینو، ځایي وګړو او خبریالانو هم شتون درلود.

ښاغلي هجرت وويل، دا پروژه په ۱۴۰۰ کال کې تائید شوې وه، دغه کانال د ۲۵۰۰ متره اوږدوالي او پنځو څانګو (بخشونو) درلودونکی دی، ده زیاته کړه، چې له دي کانال څخه پنځه کلي ګټه اخیستلای شي.

د نوموړي په وينا، پر دې پروژه ۹۶ میليونه افغانۍ لګښت راځي، چي ټول مالي لګښت یې د یونیسف نړیوالې مؤسسې له دفتر څخه ورکول کېږي.