فراه ولایت د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، رئیس د دې ولایت ګڼو بڼوالو ته سام وویشل.

فراه ولایت د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، رئیس د دې ولایت ګڼو بڼوالو ته سام وویشل.   نن دوشنبه د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، رئیس الحاج مولوي عبدالمؤمن “فیصل”، د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو په ګډون  پر ګڼو بڼوالو باندې سام، د ونو ژمنې غوړي، مانکوزیب، دلتامیترین، الګو او […]

فراه ولایت د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، رئیس د دې ولایت ګڼو بڼوالو ته سام وویشل.

 

نن دوشنبه د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، رئیس الحاج مولوي عبدالمؤمن “فیصل”، د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو په ګډون  پر ګڼو بڼوالو باندې سام، د ونو ژمنې غوړي، مانکوزیب، دلتامیترین، الګو او سلفر وویشل.

 

د ویش په لړۍ کې مولوي صاحب فیصل، ټولو بڼوالو ته د یادو درملو ښېګڼې، ګټې، د آفتونو او ناروغیو د مخنیوي لارې چارې تشریح کړي او ډاډ یې ورکړ، چې د کرهڼې ریاست تل د بڼوالو په چوپړ کې دی، ټول بڼوال کولای شي، چې خپلې تخنیکي او مسلکي ستونزې د یاد ریاست د انجینري ټیم په مرسته حل کړي.

 

وروسته د بټو ساتنې مدیریت له خوا د یادو درملو او سامو د کارولو ډول او طریقه بڼوالو ته تشریح او بڼوالو د کرهڼې ریاست له مرستې څخه مننه وکړه.