فراه ولایت د مرکز اړوند امنیتي حوزو ارتقاء او د دې ولایت په امنیه قوماندانۍ کې د یادو حوزو لپاره د آمرینو پېژند غونډه ترسره شوه

  نن د فراه ښار اړوند د فراهي ولس د غوره امنیت او خوندیتوب لپاره له شپږو (۶) امنیتي حوزو څخه پنځلسو (۱۵) حوزو ته د تشکیل، ارتقاء او د دې ولایت په امنیه قوماندانۍ کې د یادو حوزو لپاره د آمرینو پېژند غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې د فراه ولایت د امنیه […]

 

نن د فراه ښار اړوند د فراهي ولس د غوره امنیت او خوندیتوب لپاره له شپږو (۶) امنیتي حوزو څخه پنځلسو (۱۵) حوزو ته د تشکیل، ارتقاء او د دې ولایت په امنیه قوماندانۍ کې د یادو حوزو لپاره د آمرینو پېژند غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ، قومندان ښاغلي الحاج ملا نعمت الله “معصوم”، ګڼو امنیتي مسؤلینو او خبریالانو ګډون درلود.

امنیه قوماندان ښاغلي معصوم وویل، چې پخوا د ښاري امنیت په برخه کې امنیتي پرسونل ډیر کم وو، موږ د ولایتي مسؤلینو او ولسي وګړو له مشورو او غوښتنو سره سم د کورنیو چارو محترم وزارت ته د ښاري امنیت او پرسونل په برخه کې وړاندېز وکړل، چې خوشبختانه هغوی زموږ وړاندېز ومنل او د فراه ښار اړوند د شپږو (۶) مخکنیو امنیتي حوزو ترڅنګ یې نهه (۹) نورې حوزې منظورې کړي، چې اوس ټولټال پنځلس (۱۵) امنیتي حوزې زموږ په امنیتي جوړښت (تشکیل) کې ثبت او راجستر شوې، ده د دې حوزو د ارزښت او اهمیت په اړه وویل، چې دا حوزې به د جنائي جرمونو، امنیتي ګواښ او خوندیتوب پر وړاندې ډیرې ګټورې تمامې شي.

ښاغلي معصوم همدارنګه په ډاګه کړه، چې زموږ د ټولو امنیتي حوزو پرسونل په پوره توګه په محاربوي تجهیزاتو او وسایطو سمبال دی.