نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن فراه ولایت د مخابراتو او ټکنالوژۍ په ریاست کې، د دې ریاست د رئیس ښاغلي عبدالمجید “ابوذر”، اداري مدیر، IT عمومي مدیر په ګډون، په دي ولایت کې د افغان تلیکام، افغان پست او اترا مدیرانو هم ګډون درلود. د مخابراتو او ټکنالوژۍ رئیس ښاغلي عبدالمجید “ابوذر” د غونډې ګډونوالو ته د ښه […]
نن فراه ولایت د مخابراتو او ټکنالوژۍ په ریاست کې، د دې ریاست د رئیس ښاغلي عبدالمجید “ابوذر”، اداري مدیر، IT عمومي مدیر په ګډون، په دي ولایت کې د افغان تلیکام، افغان پست او اترا مدیرانو هم ګډون درلود.
د مخابراتو او ټکنالوژۍ رئیس ښاغلي عبدالمجید “ابوذر” د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ پر یو لړ اداري مواردو باندې بحث وکړل، ښاغلي “ابوذر” ټولو مدیرانو ته، دندو ته پر وخت حاضریدو او خلکو ته د چوپړ کولو په اړه لازمې لارښوونې وکړي، ده همدارنګه د IT څانګې مسؤلینو ته، د IT چوپړتیاوو د ګړندي کولو لارښوونه وکړه او ویې ویل، چې د کمپیوټري زده کړو په بهیر کې باید له زده کوونکو سره پوره پاملرنه، هڅه او کوښښ وشي، ترڅو هغوی د ټکنالوژي په ارزښت پوه شي.
په غونډه کې د ګډونوالو له خوا ځينې اداري ستونزې واوریدلې شوې او یو لړ لازم چمتوالي ونیول شول.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.