نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
فراه ولایت، د عمومي بندخونې مدیر ښاغلي لعل محمد “ذکري” نن د دې بندخونې له اداري کارکوونکو سره وکتل. غونډه د قران عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د فراه بندخونې مدیر ټولو کارکوونکو ته ښه راغلاست وویل او د کارکوونکو نظرونه یې واورېدل. فراه ولایت د بندخونې کارکوونکو خپل ټول […]
فراه ولایت، د عمومي بندخونې مدیر ښاغلي لعل محمد “ذکري” نن د دې بندخونې له اداري کارکوونکو سره وکتل.
غونډه د قران عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د فراه بندخونې مدیر ټولو کارکوونکو ته ښه راغلاست وویل او د کارکوونکو نظرونه یې واورېدل.
فراه ولایت د بندخونې کارکوونکو خپل ټول کاري راپورونه له مدیر سره شریک کړل او شته ستونزې یې څرګندې کړي، دوی ډاډ ورکړل، چې د بندخونې چارې به په ښه توګه برابرې(تنظیم) کړي.
د فراه ولایت د بندخونې مدیر ښاغلي لعل محمد “ذاکري” هم د بندخونې امنيتي چارو مسؤل ته لارښوونه وکړه، چې د بندخونې د امنیتي چارو د لا ښه والي او له بندیانو سره د ښه چلند په برخه کې هڅې وکړي او د بندخونې اړوند ټولو چارو ته په ټینګه توګه پاملرنه وکړي.
د فراه ولايت د عمومي بندخونې د امنيتي چارو مسؤل عبدالباري “جهادي” د بندخونې د امنيت ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې په منظم ډول یې له ټولو امنيتي چارو څخه څارنه کوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.