فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس له ملکي روغتون څخه ناڅاپې لیدنه وکړه.

  فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست، رئیس ښاغلي ډاکټر مزمل د فراه له ولایتي ملکي روغتون څخه د لیدنې پر مهال د یاد روغتون له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د عامې روغتیا مسولینو ته یې ځانګړې لارښونې وکړي.   له ملکي روغتون څخه د رئیس د لیدنې موخه د ناروغانو پوښتنه […]

 

فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست، رئیس ښاغلي ډاکټر مزمل د فراه له ولایتي ملکي روغتون څخه د لیدنې پر مهال د یاد روغتون له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د عامې روغتیا مسولینو ته یې ځانګړې لارښونې وکړي.

 

له ملکي روغتون څخه د رئیس د لیدنې موخه د ناروغانو پوښتنه او د یاد روغتون د کار او نوکریوالانو حضور ارزول وو.

 

ډاکټر مزمل همدارنګه د ملکي روغتون له ځینو څانګو څخه تر لیدنې وروسته د روغتون کارکوونکو ته له ناروغانو سره د نیک چلند ترڅنګ دندې ته د حضور او ناروغانو ته پر وخت چوپړتیاوو په وړاندې کولو ټینګار وکړ، تر څنګ یې په روغتون کې د پاکۍ، نوکریوال ډاکټر شتون، د درملو عادلانه وېش د چوپړتیاوو څارنه، په وارډونو کې د ستونزو په هواري او د عاجلې څانګې په اکمال هم ټنګار درلود.

 

بل لور ته د یاد ملکي روغتون مسؤلینو د رئیس له ورتګ څخه مننه وکړه او ترڅنګ یې د دغه روغتون ستونزي،  او وړاندېزونه هم شریک کړل.

 

وروسته د عامې روغتیا رئیس مزمل لارښونه وکړه، چې د ملکي روغتون ټولې ستونزې او وړاندیزونه وڅيړل او په ډاګه شي، ترڅو د ولایتي روغتون د چوپړتیاوو د لوړولو په برخه کې ټولې چارې په ولایتي او مرکزي کچه تعقیب شي.