نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په دي وروستیو کې د فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر (میل ۷۸) د سړک په رغنېزو چارو لږ ځنډ رامنځته شو، چې له دي ځنډ سره سم، د دې ولایت یو شمیر اوسیدونکو ته ګڼې اندیښنې پیدا شوې، چې د دې اندیښنو د را سپړلو او څېړلو لپاره مو له نږدې د […]
په دي وروستیو کې د فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر (میل ۷۸) د سړک په رغنېزو چارو لږ ځنډ رامنځته شو، چې له دي ځنډ سره سم، د دې ولایت یو شمیر اوسیدونکو ته ګڼې اندیښنې پیدا شوې، چې د دې اندیښنو د را سپړلو او څېړلو لپاره مو له نږدې د یاد سړک رغنېزو چارو ته سر ور ښکاره کړل، لومړی مو د سړک له بیلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه او ورپسې مو د فراه ولایت، ټولګټو ریاست، له رئیس ښاغلي مولوي عبدالمالک “معتصم” صاحب سره خبري وکړي.
ښاغلي “معتصم” باختر خبري آژانس ته وویل، چې زموږ کارونه لکه څنګه، چې یې وینئ خورا په چټکۍ سره روان دي، ولي وخت نا وخت د اقتصادي او قراردادي ستونزو له کبله له لږ ځنډ او خنډ سره مخ کېږي، چې د دې کار د له منځه وړلو لپاره زموږ ټول مسؤلین او پرسونل پوره هڅه او کوښښ کوي، ده زیاته کړه، چې ان شاءالله ډیر ژر به له فراه ښار سره د دې سړک د نښلونې شاهدان واوسو.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.