نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تیره ورځ د فراه ولایت والي ښاغلي روحاني صاحب د دې ولایت د یوې سترې مدرسې (جامع الهدا) له تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه. والي له خوا په دې لیدنه کې د مدرسې اړوند د تدریسي، لیلیې، پخلنځي او نورو برخو حالت وڅېړل شو او ویې ویل، چې مدرسې هغه ځایونه دي، […]
تیره ورځ د فراه ولایت والي ښاغلي روحاني صاحب د دې ولایت د یوې سترې مدرسې (جامع الهدا) له تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه.
والي له خوا په دې لیدنه کې د مدرسې اړوند د تدریسي، لیلیې، پخلنځي او نورو برخو حالت وڅېړل شو او ویې ویل، چې مدرسې هغه ځایونه دي، چې مېندې او پلرونه خپل اولادونه د ښې پوهې تر لاسه کولو لپاره هلته لېږي، نو له همدې امله طالب العلم باید د ښه ژوند تېرولو درسونه هلته زده کړې، ده زیاته کړه، چې دا د مدرسو طالب العلمان دي، چې په راتلونکي کې د دین سرتیري او خادمان جوړېږي.
د جامع الهدا دینې سترې مدرسې مسؤل او نورو ښوونکو د والي صاحب په راتګ خوښې څرګنده کړه، دوی همدارنګه خپلمنځي، تدریسي، اقتصادي ګڼې ستونزې او غوښتنې واورولي
د فراه ولایت والي د نوموړو ستونزې پرځای وبللې او ډاډ يې ورکړ، چی موږ مو هرنګ همکاری ته آماده یوو او ددي مداریسو خدمت پر موږ لازم دی چي تر خپل وسه به يي کوو
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.