نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ، پاسپورت آمریت له خوا په ورځنۍ توګه ۸۰ تنو درنو هیوادوالو ته د اړتیا اړوند له هیواد څخه د بهر تلو لپاره پاسپورتونه ویشل کېږي، د یاد آمریت، آمر ښاغلي مولوي صاحب عبدالرقیب “شهامت” وویل، په فراه ولایت کې د پاسپورتونو د پیل تقریباً ۲۵ ورځې کېږي، چې موږ […]
فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ، پاسپورت آمریت له خوا په ورځنۍ توګه ۸۰ تنو درنو هیوادوالو ته د اړتیا اړوند له هیواد څخه د بهر تلو لپاره پاسپورتونه ویشل کېږي، د یاد آمریت، آمر ښاغلي مولوي صاحب عبدالرقیب “شهامت” وویل، په فراه ولایت کې د پاسپورتونو د پیل تقریباً ۲۵ ورځې کېږي، چې موږ په دي ورځو کې ۶۰۰۰ غوښتنلیکونه ثبت، قانوني کارونه یې طی مراحل او بیف ته چمتو شوي دي، دی وایې، چې ۱۰۰۰ پاسپورتونه د جمهوریت د وخت موږ ته پاته وه، د ریاست د لارښوونو اړوند مو لومړی د هغو کارونه خلاص کړل، ځکه چې پیسې یې تحویلې شوې وي، له دي نه را په دي خوا مو نوي ۱۰۰۰ نور پاسپورتونه چمتو کړل، کابل پلازمینې ته مو واستول او افغان پوسټ ته تحویل شول، چې ۱۰۰۰ نور یې اوس تر کار او درجه بندې لاندې دي او په لنډ وخت کې به یې کابل ته واستوو.
ده وویل، چې د پخوا په پرتله زموږ د پاسپورتونو کچه ډیره لوړه تللې ده، پخوا یوازې ښاري وګړو پاسپورتونه ترلاسه کول، ولي اوس خوشبختانه د والسوالیو وګړي هم پرې ور زیات شوي دي، چې موږ د ریاست د لارښوونې پر بنسټ د یوې ورځې په اوږدو کې ۸۰ پاسپورتونه چمتو او طی مراحل کوو.
ښاغلي شهامت زیاته کړه، چې اوسمهال بیړني ناروغان، چې د روغتون استعلام ولري، زده کړیالان او سوداګر کولای شي، چې پاسپورت ترلاسه کړي، ولي عادي(کاریګر) خلک نشي کولای، چې پاسپورت تر لاسه کړي.
د پاسپورت آمر ښاغلي مولوي شهامت له ټولو پاسپورت اخیستونکو څخه د نظم پر ځای کولو غوښتنه وکړه، ده وویل، چې هیڅوک دي هم بې صبري او بې نظمې نه کوي، ځکه چې د هر تن د پاسپورت ټول کارونه په یوه اونۍ کې ترسره کېږي.
بل خوا د پاسپورت آمریت مرستیال او د بیف مسؤل ښاغلی سیف الرحمن “هنري” بیا وایې، چې زموږ کار ښه په چټکۍ سره روان دی، پاسپورت اخیستونکي زیات دي، چې موږ یې له ډلې څخه یوازې ۳۰۰ تنه د بیف په دستګاه کې ثبتولای شو، ځکه چې زموږ دستګاه تر دې د زیاتو کسانو د ثبتولو وړتیا نه لري، ده هم همدارنګه له ټولو عادي (کاریګرو) خلکو څخه د غوښتنلیکونو د نه راوړلو هیله څرګنده کړه.
یو تن پاسپورت اخیستونکی عبدالخالق، چې په جال(کتار) کې ولاړ و، د پاسپورتونو د ویش له لړۍ څخه یې ډیره خوښې څرګندوله، ده وویل، چې موږ دلته په کتار کې ولاړ یو، ولي هلته دننه د مامورینو له خوا څخه کار ښه په چټکۍ سره روان دی.
د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ، قومندان ښاغلي الحاج ملا نعمت الله “معصوم” ټولو پاسپورت اخیستونکو او ولس ته د پوره امنیت او خوندیتوب ترڅنګ، د پاسپورتونو د ویش د روښانتیا پوره ډاډ ورکړل او ویې ویل، چې موږ تراوسه پورې په دي برخه کې، کوم داسې اسناد یا شواهد په لاس کې نه لرو، چې کومه وړه تیروتنه یا دغلې پکې په ډاکه شوې وي، ښاغلي معصوم له ټولو پاسپورت اخیستونکو څخه وغوښتل، چې که هر څوک د پاسپورتونو د ویش په اړه د اسنادو اړوند کومه نیوکه یا وړاندیز لري، نو د مهربانې له مخي دي له موږ سره شریک کړي، ترڅو یې پر وړاندې اقدام او مخه ډب وکړو.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.