نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست رئیس مولوي صاحب ښاغلي عبدالحي “سباوون” په داسې حال کې د دې ولایت له یو شمیر ځوانانو او فرهنګوالو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل، چې د دې ریاست د اطلاعاتو آمر ښاغلي فاضل “فیاض”، فرهنګ او ګرځندوی آمر ښاغلي فرهاد “ایوبي”، شریعت غږ راډیو او […]
فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست رئیس مولوي صاحب ښاغلي عبدالحي “سباوون” په داسې حال کې د دې ولایت له یو شمیر ځوانانو او فرهنګوالو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل، چې د دې ریاست د اطلاعاتو آمر ښاغلي فاضل “فیاض”، فرهنګ او ګرځندوی آمر ښاغلي فرهاد “ایوبي”، شریعت غږ راډیو او ملي تلویزیون آمر ښاغلي قاري صاحب بدرالدین، ځوانانو د همغږۍ مدیر ښاغلي فرهاد، خبریالانو او د ریاست ځینو کارکونکو هم ګډون درلود.
د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو له تلاوت څخه وروسته، لومړی د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، سرپرست رئیس مولوي صاحب ښاغلي عبدالحي “سباوون” په ناسته کې د دې ولایت ځوانانو او فرهنګوالو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه:
نن ورځ هغه شېبه را رسیدلې ده، ترڅو د دې ولایت ټول نوی نسل ځوانان او فرهنګوال د ا.ا.ا د علماء کرامو په همغږۍ د افغاني آر (اصیل) فرهنګ د جوړولو او ودانولو لپاره لاس په کار شي، ده زیاته کړه، چې اوس زموږ ولس او فرهنګ د شر خوښونکو او چټلو اشغالګرو خلکو له شر څخه نجات ترلاسه کړی او د دې زمینه موږ ته برابره شوې ده، چې د هیواد په ټولو برخو کې آر افغانی فرهنګ او اسلامي ارزښتونه را ژوندي کړو.
ښاغلي “سباوون” د ځوانانو رول د هیواد په ودانولو، اسلامي ارزښتونو په را ژوندي کولو او دي ته ورته نورو بنسټېزو کړنو کې اغیزمن وبلل او له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چې په داسې یو میکانیزم باندې کار وکړئ، ترڅو زموږ افغانی رسم او رواج یو ځل بیا را ژوندی او په پښو ودرېږي، ده په اخیر کې له ځوانانو څخه وغوښتل، چې پر نورو را روانو ناستو کې باید د دې ریاست له بلنې سره ډیر په پراخ ډول ګډون وکړئ او خپلې سالمې او پرمختیایې مشورې مو د ا.ا.ا له مسؤلینو سره ګډې کړئ.
د فراه ولایت د شریعت غږ راډیو او ملي تلویزیون آمر ښاغلي قاري صاحب بدرالدین، هم په خپل نوبت سره د غونډې ګډونوالو ته خپله ارزښتناکه او له اسلامي ارزښتونو څخه برخمنه وینا واوروله، ده وویل، چې موږ پر یوه اسلامي او سنتي ټولنه کې را لوی شوي او ژوند کوو، موږ باید تل د خپلو پلرونو را پاته شوی پخوانی کلتور او رواج بیا را ژوندی کړو، ترڅو د نورو غربي هیوادونو له غیر شریعي، تپل شوي او ناوړه کلتور سره ګړندۍ مبارزه وشي، ده همدارنګه له ځوانانو څخه وغوښتل، چې تاسو هر یو اړ او مکلف یاست، ترڅو د اسلامي او شریعي فرهنګ په رواجولو او لاره اچولو کې خپلې دینې او بنسټېزې دندې سرته ورسوئ، لومړی یې پر ځان او بیا یې پر نورو باندې د عملي کولو هوډ او تکل وکړئ.
وروسته یو تن ځوان ښاغلي ډاکټر محمدعوض “دانیال” د دې ولایت د ځوانانو پر استازیتوب په ژوند کې د ځوانانو د رول او نقش په اړه هر اړخیزې خبرې وکړي او زیاته یې کړه:
دا ځوانان دي، چې انقلابونه او بدلونونه رامنځته کوي، ده د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رهبرۍ څخه وغوښتل، ترڅو د ځوانانو لپاره پرلپسې ناستې پر لاره واچوي او برنامې یې له هغوی سره ګډې کړي، ښاغلي دانیال د ځوانانو د تښتېدلو پر ځای د هغوی پاته کیدو ته غوره والی ورکړل او زیاته یې کړه، چې موږ تراوسه لا په هیواد کې غوره وړتیاوې لرو، باید د دوی لپاره د کار پیدا کولو په فکر کې شو او ترې ګټه واخلو.
د فراه ولایت د شریعت غږ راډیو او ملي تلویزیون آمر ښاغلي قاري بدرالدین، هم په خپل نوبت سره د غونډې ګډونوالو ته خپله ارزښتناکه او له اسلامي ارزښتونو څخه برخمنه وینا واوروله، ده وویل، چې موږ په یوه اسلامي ټولنه کې را لوی شوي او ژوند کوو، موږ باید تل د خپلو نيکه ګانو را پاته شوی پخوانی کلتور اوشرعي رواج بیا را ژوندی کړو، ترڅو د نورو غربي هیوادونو له غیر شریعي، تپل شوي او ناوړه کلتور سره ګړندۍ مبارزه وشي،
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.