فراه ولایت ته د لویدیځ زون د (۲۰۷) الفاروق قول اردو قوماندان او ورسره مل هیئت پلاوي سفر!

  ۲۴ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳ ۰۵ / غوایی / ۱۴۰۱ نن دوشنبه، فراه ولایت ته د لویدیځ زون د ۲۰۷ الفاروق قولي اردو قوماندان ښاغلی مولوي محمد ظریف “مظفر” او ور سره مل د ارکان رئیس ښاغلی حاجی فیض الله اکا په یو رسمي سفر کې د دې ولایت له ګڼو نظامي چارواکو […]

 

۲۴ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳
۰۵ / غوایی / ۱۴۰۱

نن دوشنبه، فراه ولایت ته د لویدیځ زون د ۲۰۷ الفاروق قولي اردو قوماندان ښاغلی مولوي محمد ظریف “مظفر” او ور سره مل د ارکان رئیس ښاغلی حاجی فیض الله اکا په یو رسمي سفر کې د دې ولایت له ګڼو نظامي چارواکو او امنیتي سرتیرو سره وکتل.

یاده ناسته، چې د فراه ولایت د دویمې پلې لېوا د ناستو په تالار کې په همدې موخه جوړه شوې وه، د یادې لېوا قوماندان ښاغلي مولوي ادریس او ګڼو نظامي مسوولینو هم په کې ګډون کړی وو.

د ۲۰۷ الفاروق قولي اردو قوماندان ښاغلي مولوي محمد ظریف “مظفر” فراه ولایت ته د خپل سفر موخه د قول اردو د وسایطو د ساتنې په اړه عامه پوهاوی، د نظامي ادارو څارنه او د امنیتي مسوولینو شته ستونزې او ننګونې وبلله.

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د اوپراسون آمر ښاغلي مولوي صدیق الله بیا د امنیتي ځواکونو د ستاینې ترڅنګ د اوسني نظام حاکمیت د دوی سپیڅلې قربانۍ وبللې او ویې ویل، چې د نظام د پر مخ وړلو او ساتلو لپاره مسوولین له لوی آزمایښت سره مخ دي، چې باید په حکومتولۍ کې له پوره غور څخه کار واخلي.

بل خوا له ياد قول اردو څخه راغلي میلمه او د پيژند مرستیال ښاغلي مولوي مسعود “معاذ اغا” په خپلو خبرو کې وويل، چې موږ او تاسو بايد د ستونزو پر وړاندې له پوره زغم او هوډ څخه کار واخلو او خپلو سپارل شویو دندو او چوپړتیاوو ته په پوره ژمنتیا او رښتینولۍ سره پاملرنه وکړو، ده زیاته کړه، چې په دنده کې له الله (جل جلاله) څخه وېره او له خیانت څخه ځان ساتل د ځان لپاره بنسټیز اصل وګرځو، ښاغلي “معاذ اغا” سرتیرو ته په خطاب سره وویل، چې هیڅکله د افواهاتو د خپرولو خیال ونه ساتئ، که کوم څوک د دې نظام پر وړاندې راپورته کېږي، باید د تل په څیر کلک او غاښ ماتونکی ځواب ورکړئ، ترڅو په ټولنه او هیواد کې امن او اسلامي نظام تل تر تله همداسې ځلاند واوسي.

د غونډې د آجنډا سره سم،شیخ الحدیث، مولوي کمال الدین ،صاحب د مجاهدینو د یووالي او اتحاد په اړه هر اړخيزې خبرې وکړي او زیاته یې کړه، چې یووالی د نظام د پایښت لپاره ستر لامل دی.