فراه ولایت ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د لوړو پوړو هیئتي پلاوو راتګ او د ولایت مقام له مسؤلینو سره ګډه ناسته.

  نن فراه ولایت ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لوړ پوړي هیئتي پلاوي ښاغلي مولوي اسماعیل او د تفتیش رئیس ښاغلی مولوي نصیراحمد را ورسیدل، دوی په دي سفر کې د ولایت مقام له مرستیال والي ښاغلي مولوي صاحب عبدالکریم “جهادیار”، مالي مرستیال جامي او د دفتر له رئیس انجينرشکيب مدثر سره ګډه […]

 

نن فراه ولایت ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لوړ پوړي هیئتي پلاوي ښاغلي مولوي اسماعیل او د تفتیش رئیس ښاغلی مولوي نصیراحمد را ورسیدل، دوی په دي سفر کې د ولایت مقام له مرستیال والي ښاغلي مولوي صاحب عبدالکریم “جهادیار”، مالي مرستیال جامي او د دفتر له رئیس انجينرشکيب مدثر سره ګډه ناسته ترسره کړه.

 

په یاده ناسته کې د فراه ولایت د ولایتي مسؤلینو له خوا د پولو د صفري ټکو (نقطو) په ډاګه کولو، د شیخ ابونصر فراهي په بندر کې د ولاړو موټرانو د خلاصولو، د پولې د ساتونکو امنیتي ځواکونو لپاره د امنیتي پوستو جوړولو او نورو اړینو مسايلو غوښتنې وشوې، چې د یادو پلاوو له خوا یې تود هر کلی وشو، دوی د ولایتي مسؤلینو غوښتنې واورېدې، د حل او مرستې پوره ډاډ یې ورکړل.