نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن فراه ولایت ته د هرات الفاروق قولي اردو د پېژند مسؤل ښاغلی سید مصطفی “معاض اغا” د هیئت په توګه را ورسیدل، ده د دې ولایت په دویمه پلې لېوا کې له ګڼو نظامي مسؤلینو سره ګډه نظامي ناسته ترسره کړه. غونډه د مولوي سید سبحاني اغا له خوا د څو ایاتونو په تلاوت […]
نن فراه ولایت ته د هرات الفاروق قولي اردو د پېژند مسؤل ښاغلی سید مصطفی “معاض اغا” د هیئت په توګه را ورسیدل، ده د دې ولایت په دویمه پلې لېوا کې له ګڼو نظامي مسؤلینو سره ګډه نظامي ناسته ترسره کړه.
غونډه د مولوي سید سبحاني اغا له خوا د څو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی مولوي صاحب محمدنسیم “وصیمي” وینا وکړه، ده ټولو مجاهدینو ته د ځانونو، کورنۍ او تر لاس لاندې کسانو د سالمې روزنې په اړه لنډې خبرې وکړي، ښاغلي “وصیم” همدارنکه د مجاهدینو د ښه کار، چوپړ او لاسته راوړنو ستاینه وکړه.
ورپسې د هرات ولایت له الفاروق قولي اردو څخه راغلي د پیژند هيئت ښاغلي معاض اغا وینا وکړه، ده د مجاهدینو د قربانیو ترڅنګ وویل، تاسو ټولو ښاغلو، چې د کومې فتحې او بریا د لاسته راوړلو لپاره ستړیاوې ګاللې وي، دادی الحمدالله د هغو ټولو ستړیاو پایله مو ولیده، چې پر مټ یې په هیواد کې یو اسلامي نظام منځ ته راغی، ښاغلي معاض اغا همدارنګه د نظام پر ساتلو ډیر ټینګار وکړل او ویې ویل، چې تاسو باید ډیر هوښیار، ځیرګ او بیدار واوسئ، ترڅو داسې څوک پیدا نه شي، چې پر تاسو باندې د وړوکي برید جراأت وکړي، تاسې باید خپل ټول صفوف تصفیه کړئ، تقوا غوره کړئ، د شریعت او آمر پیرو واوسئ.
په دویمه پلې لېوا کې تراوسه ټول (۶۰۰) ثبت او رسمې مجاهدین د پېژند مدیریت ته ور پېژندل شوي او مرکز ته یې اسناد لېږلي دي، چې معاض اغا مجاهدینو، جلب او جذب ته د دې لېوا د ۳۶۰۰ تنو د پوره کولو او د ثبت خبر ورکړل، ده همدارنګه په اخیر کې د ولس د اشغال پر وړاندې له شل کلنو همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې موږ باید د دوی د مرستو او همکاریو شکر ادا کړو، ځکه چې همدا دوی وه، چې شل کاله یې خپل سر او مال تر موږ او تاسو ځار کړی و، موږ باید له دوی او هیواد څخه ښه په میړانه دفاع او ساتنه وکړو، ترڅو لا بریالي او پرمختګ وکړو.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.