فراه ولایت، چاپیریال ساتنې ریاست، رئیس او ورسره مل پلاوو د شیخ ابونصر فراهي بندر ته دوه ورځنی ګډ سفر وکړ.

  تیره ورځ یکشنبه فراه ولایت، چاپیریال ساتنې ریاست، رئیس ښاغلي حافظ برهان الدین “راشد” او ورسره مل لوړ پوړو هیئتي پلاوو (د کمیساري مرستیال ښاغلي عبدالرحیم “مختار” او د سوداګرۍ خونې رئیس ښاغلي حاجی زکریا ګډون درلود، د دې ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر ته دوه ورځنی ګډ سفر ترسره کړل. د چاپیریال […]

 

تیره ورځ یکشنبه فراه ولایت، چاپیریال ساتنې ریاست، رئیس ښاغلي حافظ برهان الدین “راشد” او ورسره مل لوړ پوړو هیئتي پلاوو (د کمیساري مرستیال ښاغلي عبدالرحیم “مختار” او د سوداګرۍ خونې رئیس ښاغلي حاجی زکریا ګډون درلود، د دې ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر ته دوه ورځنی ګډ سفر ترسره کړل.

د چاپیریال ساتنې ریاست، رئیس ښاغلي حافظ برهان الدین “راشد” او ورسره مل پلاوو د یاد سفر په ترڅ کې د شیخ ابونصر فراهي بندر د نفتي موادو له زیرمو څخه، چې په یاد بندر کی شتون لري، څارنه او کتنه تر سره کړه، دوی په دي څارنه کې د نفتي موادو د زیرمو څښتنانو ته د خطرونو او د چاپیریال ساتنې ریاست د قوانینو او مقرراتو په هکله لازمې سپارښتنې وکړي، تر څو خپلې چارې د فراه ولایت د چاپیریال ساتنې ریاست په همغږۍ مخ ته یوسي.