فراه ولایت، چاپیریال ساتنې ریاست، د کنټرول او تفتیش ټیم په دي ولایت کې د طبي پاتشونې له کُرو څخه لیدنه ترسره کړه.

فراه ولایت، چاپیریال ساتنې ریاست، د کنټرول او تفتیش ټیم په دي ولایت کې د طبي پاتشونې له کُرو څخه لیدنه ترسره کړه.   د فراه ولایت، چاپیریال ساتنې ریاست دانجینر برکت  په سرمشري کې  د کنټرول او تفتیش ټیم په دي ولایت کې د طبي پاتشونې له کُرې څخه، چې د ښار سویل لور […]

فراه ولایت، چاپیریال ساتنې ریاست، د کنټرول او تفتیش ټیم په دي ولایت کې د طبي پاتشونې له کُرو څخه لیدنه ترسره کړه.

 

د فراه ولایت، چاپیریال ساتنې ریاست دانجینر برکت  په سرمشري کې  د کنټرول او تفتیش ټیم په دي ولایت کې د طبي پاتشونې له کُرې څخه، چې د ښار سویل لور په ۸ کیلومترۍ کې له کورونو او ښار څخه لري، د غره په لمن کې، د چاپیریال ساتنې او اړوندو ادارو له خوا په دوه جریبه ځمکه کې، چې مالي لګښت یې د شخصي کلینیکونو له خوا ورکړل شوی او رغول شوې ده، د څار او کتنې په موخه لیدنه ترسره کړه.

 

په یاده کُره کې او ورسره په څنګ کې یوه دانه څاه، چې د طبي پاتشونو او د انتاني پاتشونو لپاره جوړه شوې، ترڅو عفوني پاتشوني دفن او طبي پاتشوني وسوځول شي.

 

د یادونې وړ ده، چې د فراه ولایت ټول شخصي روغتیایي مرکزونه، خپل ټول ورځني پاتشوني دې ځانګړې سیمې ته لېږدوي او په یاده کُره کې یې سوځوي.