فراه ولایت، مستوفیت ریاست، رئیس د دې ولایت د قلعه ګاه پشتکو والسوالی له ګڼو قومي مخورو سره ولیدل.

نن شنبه د فراه ولایت، مستوفیت ریاست، رئیس د دې ولایت د قلعه ګاه پشتکو والسوالي له ګڼو قومي مخورو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل. په دي لیدنه کې لومړی د قلعه کاه پشتکو والسوالی مخورو خپلې مالیاتي او عوایدې ستونزې واورولې او زیاته یې کړه، چې زموږ هټۍ، درملتونونه او کښتونه پر […]

نن شنبه د فراه ولایت، مستوفیت ریاست، رئیس د دې ولایت د قلعه ګاه پشتکو والسوالي له ګڼو قومي مخورو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دي لیدنه کې لومړی د قلعه کاه پشتکو والسوالی مخورو خپلې مالیاتي او عوایدې ستونزې واورولې او زیاته یې کړه، چې زموږ هټۍ، درملتونونه او کښتونه پر دي وروستیو کې ویجاړ شوي، نو زموږ هیله داده، چې د مالیاتو په برخه کې موږ ته پاملرنه وکړئ او په دي برخه کې د پوره همکارۍ غوښتونکي یو.

فراه ولایت، مستوفیت ریاست، رئیس ښاغلي مولوي عتیق الله “خالد” دوی د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې موږ تل ستاسو په چوپړ کې یو، مالیات زموږ حق نه دی بلکي د بیت المال سره ستاسو همکارې، ده همدارنګه د مالي وزارت د حکم او لارښوونو سره سم د همکاریو ډاډ ورکړل.