فراه ولایت، د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، رئیس د دې ولایت د باغپل سیمې له تاریخي او تفریحي بڼ څخه لیدنه وکړه.

تیره ورځ د فراه ولایت، کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رئیس الحاج مولوي عبدالمؤمن “فیصل” د دې ولایت د باغپل سیمې له تاریخي او تفریحي بڼ څخه د څار او کتنې په موخه لیدنه ترسره کړه. په یاده لیدنه کې ښاغلي “فیصل” د بڼ ټولې برخې وکتلې، ده د بڼ ګمارل شویو مسؤلینو ته […]

تیره ورځ د فراه ولایت، کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رئیس الحاج مولوي عبدالمؤمن “فیصل” د دې ولایت د باغپل سیمې له تاریخي او تفریحي بڼ څخه د څار او کتنې په موخه لیدنه ترسره کړه.

په یاده لیدنه کې ښاغلي “فیصل” د بڼ ټولې برخې وکتلې، ده د بڼ ګمارل شویو مسؤلینو ته د بڼ د پراخوالي، ساتنې او په بڼ کې د نویو نیالګیو کښېنولو امر او سپارښتنه وګړه.

ښاغلي “فیصل” همدارنګه د بڼ پرسونل وستایل او د هر ډول تخنیکي او مسلکي همکاریو ډاډ یې ورکړل.